متون/باختر/دچنګاښ ۱۸ مه
د خوست په مرکز او ولسوالیو کې د ۵۷ میلیونو افغانیو په ارزښت د کرنې په برخه کې بېلابېلې پروژې پلې کېږي.
د دغو پروژو د پلې کېدو لپاره له بزګرانو سره ۲۵ قراردادونه لاسلیک او نن ورځ یې عملي چارې پیل شوې.
د خوست والي محمد حلیم فدايي د باختر اژانس سیمه ييز خبریال ته وویل :دغه پروژې به د بزګرانو د کورنیو په ژوند کې مثبت بدلون راولي، چې په غیر مستقیم ډول به ترې پنځه زره کسان ګټه پورته کړي.
هغه وویل : په دې پروژو کې د پیازو زخیرې، د شاتو د مچیو بستې، د شېدو د ساتنې وسایل، د مرخیړیو بستې، د زعفرانو د تخم وېش، د مربا او اچارو بستې او د عضوي سرې مرکز شامل دي.
والي زیاته کړه: چې په راتلونکې میاشت کې به ۲۵۰ شنې خونې، د اچارو، روبو او مربا د پروسس کوچنيو مرکزونو د جوړېدو چارې هم پیل شي.
په همدې حال کې د بزګرانو په استازیتوب حاجي ګل کبیر یادې پروژې د بزګرانو په اقتصاد او د تولیداتوپه زیاتوالي کې مهم وبللې.پای/وصال
0 1 دقیقه لوستل