خبرونهاقتصادټولنه

په خوست کې د ۳.۳ میلیونه ډالرو په لګښت د سړکونو او کوڅو ۲۸ پروژې بشپړې شوې

کابل، د غبرګولي ۲۳مه، باختر
د خوست په مرکز کې د ملګرو ملتونو د پروژو خدماتو د دفتر «یونپس» له لوري د ۳ میلیونه او ۳۰۰ زره ډالرو په لګښت ۲۸ کوڅې او سړکونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د یادو پروژو د ګټې اخیستنې مراسمو کې د متون ښاروالۍ مسوولینو له رسنيو سره په خبرو کې ویلي چې د یادو سړکونه او کلیوالي کوڅې چې د ټولو اوږدوالی تر ۳۰ کیلومترو پورې رسېږي او د جوړولو پر مهال یې په زرګونو کسانو ته د کار زمينه برابره شوې وه.
د سیمې د اوسېدونکي د یونپس دفتر او ښاروالۍ له مسوولینو د یادو او ورته نورو پروژو د پلې کولو له امله مننه وکړه او ویې ویل، چې د مرکز اړوند او د ډېرو نورو کلیوالي سیمو کوڅې او سړکونه یا نشته او یا هم ډېر خراب دي.
دوی همدارنګه دې ته د ورته پروژو د پلې کولو برخه کې د دغه دفتر د چارو د دوام غوښتنه وکړه.
یاده دې وي چې په دې وروستيو کې د خوست د ښاروالۍ له لوري د ښار اړوند په بېلابېلو برخو کې رغنيزې او پراختیايی چارې تر بل هر وخت په چټکۍ روانې دي، چې ولسونه یې ستاینه او تود هرکلی کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته