کابل، د مرغومې ۷مه، باختر
خوست ولایت د صبریو ولسوالۍ اړوند څپري کلي کې د ۲ ميليونه افغانيو په لګښت د درې کنده چکډېم بنسټ ډبره کیښودل شوه.
د یاد چک ډېم د چارو پیل پرمهال د شمل خرم فرعي دریايي حوزې رئیس مولوي عبدالقیوم ثابت د سیمې خلکو ته د دغې اغیزمنې پروژې مبارکي ترڅنګ وویل چې یاده پروژه د اوبو او انرژۍ وزارت په مالي لګښت د ۲ملیونو افغانیو په لګښت پلې کېږي چې چارې به یې د ۲ میاشتو په موده کې پای ته ورسېږي.
ورته مهال د یاد ریاست تخنیکي سلاکار مجاهدالله مشفق وویل چې یاد چک ډېم ۳۲.۶۰ متره اوږدوالی، د تهداب په شمول ۶.۲۰ متره جګوالی، په تهداب کې ۳.۸۰ متره او په سر کې ۷۰ سانتي متره سور لري.
د نوموړي په وینا، د چکډیم په جوړولو سره به په لسګونو جریبه ځمکه د سېلابونو له تخریب څخه وژغورل شي ترڅنګ به یې د سیمې لسګونو ماهرو او غیر ماهرو کارګرو ته په مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.
په همدې حال کې د سیمې خلکو د یادې پروژې په پلې کېدو خوښي وښوده او د مسوولینو هڅې یې وستایلې.