په خوست کې د یوه ستر پله د جوړولو لپاره هلې ځلې دوام لري

کابل / د مرغومي ۲۲ / باختر
په خوست کې د یوه ستر پله د جوړولوکاردوام لري.
دغه پل په موسی خیلو ولسوالۍ کې د جوړولو په حال کې دی او ویل کېږي په جوړولوسره یې د زرګونواوسېدونکو په تګ را تګ کې د آسانتیاوو ترڅنګ په کم لګښت سره بازارونوته د بزګرانو د کرنیزومحصولاتو د لېږدولو زمینه هم برابرېږي.
دغه پل چې ٣٠ متره اوږدوالی او ٤متره سور به ولري، د کلیو د بیا رغاونې او پرمختیا وزارت جوړوي.
د خوست د کلیو د بیا رغاونې او پرمختیا ریاست مسوول باخترآژنس ته وویل: د دغه پله کار ٧٠ سلنه پرمخ تللی دی او ټاکل شوې ده په څو را تلوونکومیاشتوکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
هغه وویل د دغه پله په پرانستلوسره د موسی خیلو ولسوالۍ په لسګونوکلي له یوبل او د خوست له عمومي سړک سره نښلول کېږي.
د سیمې اوسېدونکي په تېره بیا بزګران د دغه پله له جوړولوڅخه خوشحاله دي
هغوی وايي د دغه پله په جوړولوسره خلکو ته زیاتې آسانتیاووې برابرې شوې دي.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته