۱۰۰ ورځې

په خوست کې د ډاکتر عبدالله ملاتړ وشو.

کابل- باختر دکب دمياشتې ٥
د جمهوري رياست نوماند ډاکتر عبدالله عبدالله نن په خوست ولايت کې  خپلو ملاتړو ته وويل :  د برياليتوب په صورت کې به دغه ولايت ته خاصه پاملرنه وکړم.
ډاکتر عبدالله عبدالله  په هغې غونډه کې چې په  خوست ولايت کې د ده په ملاتړ
جوړه شوې وه  او پکې څه ناڅه دوه  زره تنو ګډون  درلود.
په دې غونډه کې قومي مشرانو، سپين ږيرو،ديني عالمانو ،د مدني ټولنې غړو ، ځوانانو او دپوهنتون محصلينو ګډون وکړ.
ډاکتر عبدالله دغونډې ګډون کوونکو ته وويل ،  چې په دې ولايت کې د صنعت په برخه کې پانګونې ته پاملرنه  کوي.
دخوست – ګرديز لويه  لاره په بشپړه توګه جوړه او دسيمې په کچه دغلام خان بندر ته په پاملرنه وکړي.
ده دغه راز وويل چې دخوست دشيخ زاهد پوهنتون د نړيوالو پوهنتونو په  کچه دنړۍ د نورو مشهورو او پرمختللو نړيوالو پوهنتونونو سره  نښلوي او استادانو
او محصلينو ته به د لوړو زده کړو زمينه  برابره  کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته