کابل باختر د غويي د مياشتې ١ نېټه
په خوست ولایت کې د چنارکلنۍ دودیزه مشاعره ونمانځل شوه.
دغه مشاعره چې د خوست ولایت د حکیم تڼیوال په پارک کې جوړه شوې وه، د حکومتي چارواکو اود سيمې ګڼو شاعرانو ترڅنګ پکې د كابل پكتيا، پكتيكا سلګونه شاعرانو او فرهنګپالو برخه اخيستي وه.
د باختر اژانس د سيمه يېز خبريال د خبر له مخې:
د خوست د والي مرسيتال شېربادشاه ارګوني غونډې ته په خپله پيلېزه وينا کې خوښي وښوده چې په خوست کې د چنار په نوم کلنۍ دوديزه مشاعره د سولې او ارامۍ په فضاء کې جوړيږي او په لويه کچه پکې دهيواد د يوشمير ولايتونو ګڼ شمېر شاعران ګډون کوي.
ارګوني زياته کړه چې په ياد ولايت کې د دغه لويې مشاعرې جوړيدل د دې معنى ورکوي چې حکومتي سيمه يېزې ادارې پياوړې شوي او ولسونه له دولت سره په ټولو برخو کې همکاردي.
په همدې حال کې د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست پوهاند محمدرسول باوري وویل،چې په تېره لسیزه کې په خوست ولایت کې د شعر او ادب د بډاینې په برخه کې چټک ګامونه اخېستل شوي دي.
پوهاند باوري زياته کړه چې، بیا هم زه ژمن یم چې د خپل اصیل فرهنګ د بډاینې لپاره به نه ستړي کیدونکې هلې ځلې وکړم.
له ویناوو ورسته زیات شمېر شاعرانو خپل ترتیب کړي شعرونه ولوستل او د ګډونوالو له خوا بدرګه کړای شول.پاى_ عطاءالله