په خوست کې د څه باندې ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت د کبانو تکثیري او تولیدي فارم جوړېږي

کابل، د مرغومي ۲۴مه، باختر
د خوست د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مرکز اړوند د فارم باغ په سیمه کې د ۱۵.۴ میلیونه افغانیو په لګښت د کبانو د تکثیري او تولیدي فارم (هیچري) جوړېږي.
د یاد ریاست د مالدارۍ او حیواني روغتیا امر انعام الله جاوید باختر اژانس ته ویلي، چې دغه فارم پر ۶ جریبه ځمکه کې جوړېږي، چې په کې د کرنیزې ساحې، اداري ودانیو او تکثیري فارم ترڅنګ څلور تولیدي حوضونه هم شامل دي.
د نوموړي په وینا، په دې فارم کې به په یوه وخت کې ۳۷۰ زره کبان تکثیرکېږي، چې ځینې به یې سیمه ییزو فارمونو ته وېشل کېږي او ځینې به دلته روزل او پلورل کېږي.
جاوید وویل، چې دغه پروژه به د دولت بودیجې ته میلیونونه افغانۍ عواید اضافه کړي، د خوست په ولایت کې به د کبانو روزنې فارمونو ته وده ورکړي او د زراعت پوهنځیو محصلینو، فارمونو مالکانو او سوداګرو لپاره د څېړنې او ښودنې لپاره مهمه مرسته وي.
نوموړي زیاته کړه، چې پخوا په خوست کې د کبانو تولیدي فارمونه لږ وو، خو اوس دې برخې ته د خلکو پاملرنه زیاته شوې او د ثبت شویو فارمونو شمېر ۳۵ ته رسېدلی، چې هر کال ترې ۹۰ ټنه ماهیان ترلاسه کېږي.
په دې سیمه کې به د کبانو د بېلا بېلو نسلونو د واردولو ستونزه، چې د لوړې بیې او نامناسب اقلیم له امله ورته زیان رسېده، د دې فارم په جوړېدو حل شي.
باید وویل شي، چې د دې فارم د جوړولو د سیمې لسګونو خلکو ته د کار زمینه هم برابره شوې.
د سیمه ییزو خلکو په وینا، دا پروژه به په زراعت، د کبانو د غوښې تولید او اقتصادي ځان بسیاینې کې د خوست ولایت لپاره مهمه لاسته راوړنه وي.