په خوست کې د ځانمرګي بريد له امله اته تنه پوځيان شهيدان شول

٢-کابل – باختر د تلې دمياشتې ٢٤
په خوست ولايت کې د يوې ډلې ځانمرګو يرغلګرو د بريد له امله اته تنه پوځيان شهيدان او پنځه تنه نوريې شهيدان شول.
دغه پوځيان د اسماعيل خيلو او د مندوزو د ولسواليو ترمنځ د للمي په نامه کلي کې د وسله والو طالبانو په يوې قرارګاه په پوځي عملياتو بوخت وو چې د يوې ښځې په ګډون د دريو تنو ځانمرګو يرغلګرو له خوا پرې بريد وشو .
د را رسيدلو خبرونو له مخې: کله چې پوځيان د وسله والو طالبانو دغه پټنځي ته ورسيدل؛ په يوه موټرکې ځاى پرځاى شوي بم په دغه کورکې وچاوديد او دريو تنو ځانمرګو يرغلګرو د پوځيانو په وړاندې په ځانمرګي بريد لاس پورې کړ.
د خوست د والي ويندوى مبارزمحمد ځدران د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د ځانمرګو يرغلګرو په دې بريدکې ٨ تنه پوځيان شهيدان او ٥ تنه نوريې ټپيان شول.
ځدران وويل چې دغو يرغلګرو په خوست ښارکې په ځينو مهمو دولتي او پوځي تاسيساتو د ځانمرګي بريد د ترسره کولو نيت درلود چې له عمل مخکې د پوځيانو له خوا پرې بريد وشو.
ويل کيږي؛ د دغو ځانمرګو يرغلګرو په پټنځي کې يوه زياته اندازه سپک او درانده جنګي وسايل او چاوديدونکي توکي ترلاسه شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته