په خوست کې د والیبال پیل شوې سیالۍ پای ته ورسیدې

کابل، د لړم ۳۰مه، باختر
د خوست ولايت په عليشېرو تريزيو ولسوالۍ کې د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د تورو اوبو جام په نوم د واليبال دويم پړاو سيالۍ، چې دوې مياشتې مخکې پيل شوې وې، د تڼيو احسان الف لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د المپيک او سپورټ لوی ریاست د معلوماتو له مخې، د دغو سياليو په پايلوبه کې تڼيو احسان الف لوبډلې خپلې سيالې تريزيو ادريس لوبډلې ته د ۳۶ پر ۳۳ امتيازونو په توپير ماتې ورکړه او د ياد جام اتلولي يې په خپل نوم کړه.
د یو بل خبر له مخې، د بلخ ولايت په مرکز مزارشریف ښار کې د ۵۰ تنو چاپندازانو ترمنځ راتلونکو لوبو لپاره د لا ښه چمتو والي په موخه د وزلوبې سيالۍ ترسره شوې، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته