فرهنګ

په خوست کې د هنر ورځ ونمانځل شوه

متون باختر د تلې د میاشتې ۱۶ مه
په خوست ولایت کې د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له خوا د هنر نړيواله ورځ ونمانځل شوه.
نن ورځ د خوست ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست لخوا د هنر نړیواله ورځ ولمانځل شوه.
د باختر اژانس د خبر له مخې:
په هغه غونډه کې چې په همدې موخه جوړه شوې وه، د خوست ولایت مرستیال شیربادشاه ارګوني د دغه ولایت د هنرمندانو د انځورګېري ، نقاشي ، فلمي ساحنو او ډرامو ستاینه وکړه او له دوی وغوښتل چې نور هم کوښښ  وکړي،څو خپل فرهنګ او کلتور ددغې لارې په مثبت ډول ټولنې ته وړاندې کړي.
ارګوني وویل هغه څه چې د ټولنې په تاوان دي باید د فلمي ساحنو او ډارمو له لارې بد معرفي شي، څو د ټولنې هر وګړي ته یې په اړوند پیغام ولېږدول شي.
په ورته وخت کې د اطلاعاتو او فرهنګ رېیس محمد امین شاه الفت بیا وویل چې هنرمندان د ټولنې مهم غړي دی ځکه دوی د خپلې ټولنې او اشخاصو غوښتنې او ستونزې د نقاشۍ ، انځورګېرۍ او د شعر په ژبه وړاندې کوي او ددغې لارې خپلې ټولنې ته چوپړ کوي.
الفت له ټولو هنرمندانو غوغوښتل چې لا هم په خپلو هنرونو کې بهبود او پرمختګ رامنځ ته کړی ، څو د هنر په ژبه ټولنې ته مثبت انځور وړاندې کړل شي.
په همدې اړوند د ولایتي شورا منشي  نورشاه  نوراني ، مدني فعال جلال حقیقت ځدران ، او د کلید راډیو مسول نورا جان بهیر د خپلو ويناو په ترڅ کې وویل چې دوی دا هم وویل چې هنر ته باید په تیټه سترګه ونه کتل شي ځکه  د ښه هنر پایله دا هم کیداشی چې د یوه تصویر له لارې  جنګ پای ومومي .
د غونډې په وروستیو کې د اطلاعاتو او فرهنګ  ریاست لخوا په ځینو هنرمندانو ستاینلیکونه هم وویشل شول.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته