کابل/ دلړم٢٠مه/باختر
د خوست د علیشېرو ولسوالۍ بېلاوټ ښارګوټي ته څېرمه د پولیسو پر رنجر موټر چاودنه کې د یوه څارنوال په ګډون پنځه پولیس شهیدان شول.
ځايي چارواکي وايي: پېښه تېره شپه هغه مهال رامنځته شوې چې پولیس له یوې پوستې بلې پوستې ته د مرستې لپاره روان وو.
د خوست امنیه قوماندان سېد احمد بابا زي د باختر آژانس سیمه ييز خبریال ته ویلي دي چې په چاودنه کې د یوه څارنوال په ګډون پنځه پولیس شهیدان شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
د ټپيانو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ ښودل شوی دی.
پای/وصال