په خوست کې د فوټبال سیالۍ پيل شوې

کابل، د مرغومي ۲۹مه، باختر
د خوست ولایت د فوټبال فدراسیون مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په مرکز کې د پښتونستان پارک په نوم د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې دي.
سرچینې باختر اژانس ته ویلي، چې د یادو سیالیو په لومړۍ لوبه کې د لکڼو منتخبې لوبډلې د شاهین لوبډلې پر وړاندې ۲-۰ بریا خپله کړه.
د فدراسیون مسوولین وایي، چې دغه سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي او دوستۍ د پیاوړتیا په موخه په لاره اچول شوې دي او یوه میاشت به دوام وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې پرون د خوست ولایت په مرکز کې د یوه ځايي پانګوال له لوري د ۱۸۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د شیخ زاید په نوم د والیبال یو جمنازیوم جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دی.
د یادونې وړ ده چې په راتلونکي کې په خوست ولایت کې د ۵۰ میلیونه ډالرو په پانګونې سره پر لس جریبه ځمکه په نړیوالو معیارونو برابر یو جمنازیوم جوړېږي، چې د ۷ زره ننداره چیانو د ځایدو وړتیا به ولري.