په خوست کې د غلې صنف لپاره د ۱۳۵ میلیونه افغانیو په لګښت ځانګړې منډیي جوړېږي

کابل، د مرغومي ١٠مه، باختر
په خوست کې د غلې صنف لپاره د ۱۳۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ځانګړې منډیي د جوړېدو چارې د ځايي مسوولینو په شتون کې پیل شوې.
په جوړو شویو مراسمو کې د خوست ښاروال قاري بسم الله بلال وویل، چې له مخې یې دغه منډیي به د دویمې ناحیې په ۲۰ جریبه ځمکه کې له تخته بیکې سره نږدې جوړېږي، چې ۶۰۰ دوکانونه، هوټل، مسجد، د موټرو تمځای او اړوند نور ملحقات به ولري.
نوموړي زیاته کړه، چې د اصنافو انتقال به د ښار پراختیا، ښاریانو ته د اسانتیاوو برابرولو او د ښار ښکلا لپاره مهم ګام وي
ورته مهال د خوست والي عبدالقیوم روحاني د دې هڅې هرکلی وکړ او ټینګار یې وکړ، چې دغه بهیر به د ښار تنظیم او ترافیکي ستونزو کمولو کې مرسته وکړي.
د افغان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي رحمن الله ګربزهم په دې مراسمو کې د ملي یووالي او د ښارونو پرمختګ لپاره د ولسونو په یووالي ټینګار وکړ.
یادونه شوې چې تر دې وړاندې د مال منډيي او د چرګانو صنفونه هم مشخصو ځایونو ته انتقال شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته