په خوست کې د طارق ابن زياد له روزنيز مرکز څخه ۵۰ پولیس فارغ شول
کابل، د غوایي ۲۶مه، باختر
د خوست د امنیې قوماندانۍ د تعلیم او تربیې مدیریت اړوند د طارق ابن زیاد له روزنیز مرکز څخه ۵۰ پولیس فارغ او سندونه یې ترلاسه کړل.
د مسوولینو په وینا، دغو پولیسو ته د عقیدوي، ټولنیزو، عسکري او مسلکي مهارتونو په برخه کې دوه میاشتې زده کړې ورکړل شوي او نن ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.
هېره دې نه وي، چې په خوست ولایت کې تر دې دمه سلګونه پولیس له تعلیمي مرکزونو فارغ شوي او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شوي دي.