په خوست کې د جنګي وسايلو د قاچاقو په تور د دوو تنو نيول کېدل

کابل/باختر د غبرګولي ۳۰ مه
دوه تنه په خوست کې د جنګي وسايلو د قاچاقو په تور ونيول شول.
امنيتي مامورینو دغه دوه تنه نن د قلندر ولسوالۍ په مربوطاتوکې ونيول.
د خوست پوليسو يوه مقام باختر آژانس ته وويل چې نيول شويو کسانو د کلاشينکوف ١٢٤٠ ګولۍ او د توغندي ويشتونکي څو ماينونه نامعلوم ځاى ته قاچاق کول.
تر اوسه پورې روښانه شوې نه ده چې دغه کسان د جنګي وسايلو پلورنکي وو او يا يې له ډار اچوونکو ډلو سره اړيکې لرلې؟
د خوست پوليس وايي چې له نيول شويو کسانو څخه څيړنې دوام لري.
پاى ذ