په خوست کې د تروريستي بريد مخه ونيول شوه
کابل / د چنګاښ ۷مه / باختر
افغان ځواکونو تېره شپه په خوست کې د طالبانو له چاودېدونکو توکو ډک يو موټر کشف او شنډ کړ.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د خوست امنيتي مسوولين وايي چې د دغه ولايت پوليسو د طالبانو له چاودېدونکو توکو ډک يو هينو موټر د دغه ولايت د نادرشاه کوټ ولسوالۍ په سپين غر سيمه کې کشف او شنډ کړ.
په دغه موټر کې درې ټنه چاودېدونکي توکي ځاى پرځاى شوي وو او وسله والو طالبانو غوښتل په خوست کې تروريستي بريد وکړي.
د خوست پوليسو د دغې پېښې په اړوند يو تن نيولى دى.
ختم-ج-ا