ټولنه

په خوست کې د برېښنايي تذکرو د وېشلوبهير پيل شو

-کابل / دچنګاښ٢٣مه/ باختر:
په خوست ولايت کې د برېښنايي  تذکرو د وېشلوبهير نن پيل شو.
د خوست والي محمد صديق پتمن د خوست له خلکوڅخه وغوښتل چې د افغانستان د پرمختګ لپاره برېښنايي تذکرې واخلي .
هغه برېښنايي تذکرو د وېشلو د بهير د پيل په  مراسموکې  وويل: چې د برېښنايي تذکرې  لرل  يوه ملي اړتيا ده.
د خوست د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي، چې د دغه بهير په لومړى ورځ ١٥٠٠تنو اوياکورنيود برېښنايي تذکرو د اخستلو فورمې ترلاسه کړې .
په همدې حال کې د خوست والي وايي:  چې دوى  د دغه ولايت ټولوخلکوته د برېښنايي تذکرو د وېشلولپاره بشپړ تيارى لري .
ختم_ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته