خبرونهټولنه

په خوست کې د اوبو رسولو د درېیو شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

کابل، د چنګاښ ۱۸مه، باختر
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت، په خوست کې د څه باندې ۹ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د درېیو شبکو د جوړولو چارو د پیل خبر ورکړی دی.
دغه وزارت نن باختر آژانس ته د یوې خبرپاڼې په استولو سره ویلي چې د خوست د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري او د «ان.سي.اې» مؤسسې په مالي مرسته، د متون ښار اړوند په ورده خېل، حبش خېل او کونډیو کليو کې د ۹.۳ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د درېیو سولري شبکو د جوړولو چارې پیل شوې.
په یادو شبکو کې د ۱۰۰،۹۰ او ۱۲۰مترو په ژوروالي د درېیو ژورو څاګانو کیندل، د ۲۰ او ۱۰ متره مکعب په وړتیاوو د پاکو اوبو د درېیو ارتفاعي ذخیرو جوړول، د ۶۰ سولر تختو نښلول، د پنځه زره ۱۳۲مترو په اوږدوالي پایپ غځول او د ۴۶ شیردانونو نښلول شامل دي.
ویل کېږي چې د یادو شبکو د تطبیق په بهیر کې به لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې او په بشپړېدو سره به یې څه باندې ۵۰۰ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته