خبرونهامنیت

په خوست کې د انسان تښتوونکو یوه درې کسیزه ډله ونیول شوه

کابل، د مرغومې ۱۳مه، باختر
د خوست ولایت امنیې قوماندانۍ مسولین وایي چې امنیتي ځواکونو هغه درې کسان نیولي چې خلکو ته به یې ګواښونه کول او د پیسو غوښتنې به یې کولې.
د دغه ولایت د جنایي جرمونو سره د مبارزې مدیر مولوي محمد صابر صابري وویل چې په دې نیول شویو کسانو تور دی چې یو کور ته یې لاسي بم هم ګوزار کړی او هم یې یاده کورنۍ د ماشوم په تښتولو ګواښلې وه.
صابري زیاته کړه چې د نیول شويو کسانو دوسیې به د وروستیو اجرااتو په موخه عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته