کابل – باختر د وږي دمياشتې ٢٩
په خوست ولايت کې پرون په يوې امنيتي پوستې د طالبانو بريد ناکام شو.
يرغلګرو له څو استقامتونو څخه دباک ولسوالۍ نسارګي په امنيتي پوستې بريد وکړ .
دخوست ولايت امنيه قوماندان مسوول جنرال فيض الله غيرت باختر آژانس ته وويل : يرغلګر طالبان دپوځيانو له مقاومت سره مخامخ او تيښتې ته اړ شول.
ده زياته کړه: په دې جګړه کې يو طالب ووژل شو او درې تنه نور ټپيان شول.
0 د یوې دقیقې څخه لږ