امنیت

په خوست کې دپوليسو په اکاډمۍ دځانمرګي بريد له امله دوه تنه پوځيان ټپيان شول .

کابل باختر د مرغومى  اوولسمه :
دخوست ولايت دپوليسو په اکاډمۍ نن ديوې ډلې  ځانمرګو يرغلګرو په بريد کې دوه تنه امنيتي مامورين ټپيان شول .
لومړى يوه ځانمرګ يرغلګر په چاوديدونکو توکوبار خپل موټر دپوليسو ددغې اکاډمۍ ددروازې په وړاندې وچاوه او وروسته نورو يرغلګرو له امنيتي ځواکونوسره په نښتې لاس پورې کړ .
دخوست ولايت  امنيه قوماندان جنرال فيض الله غيرت  دباختراژانس خبريال ته وويل چې يرغلګر له امنيتي ځواکونو سره دنښتې په بهير کې يوپه بل پسې وځپل شول .
ده وويل چې په دې پيښه کې دپوليسو دوه تنه مامورين ټپيان او درې تنه يرغلګر وځپل شول .
په همدې حال کې دخوست ولايت دعامې روغتيا رياست سرپرست ډاکتر حميد الله حميدي وايي چې له دغې تروريستي پيښې څخه درې تنه ټپيان چې ټول يې پوځيان دي دخوست مرکزي  روغتون ته ليږدول شوي دي .
دخوست ولايت دپوليسو اکاډمي دښار په يو ډير ګڼ ميشت ځاى کې موقعيت لري او تل امنيتي مامورين دهغې ساتنه کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته