ښوونه او روزنه

په خوست کې ديوه ښوونځي ودانۍ جوړېږي .

کابل باختر دسلواغې شپاړلسمه :
  په خوست کې ديوه ښوونځى دودانۍ دجوړولو کار پرون دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت دولسي تړون دملي پروګرام له خوا پيل شو .
دکليو دبيا جوړولو  او پراختيا وزارت دولسي تړون دملي پروګرام  دعامه اطلاعاتو  ادارې باختراژانس ته خبرورکړ دغه ودانۍ ددرې مليونو او اووه زره افغانيو په لګښت دخوست ولايت دګربز  ولسوالۍ  دخواجه محمد په کلي کې  جوړېږي .
  په دې ودانۍ کې  درسي، ادارې  خونې ، دڅښاک  داوبوڅاه او نور ضروري  ملحقات  په پام کې نيول شوي دي او په  يوه وخت کې به ددرې سوه تنو زده  کوونکو ظرفيت ولري .
  ختم_ سعيده _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته