په خوست کې دحقاني دشبکي ديو قوماندان نيول کيدل .

 

کابل باختر دمرغومي دوه ويشتمه

 دحقاني دشبکې يو قوماندان په خوست ولايت کې ونيول شو .

 دغه قوماندان چې هويت يې نه  دى په ډاګه شوى نن سهار کله يې چې غوښتل ديو لړ تروريستي بريدونو پلان جوړ کړي ونيول شو .

 باختر اژانس دناټو ديوې خبرپاڼې له خولې خبر راکړ چې په دغه قوماندان دصبريو ولسوالۍ په مربوطاتو کې په خپل پتنځي کې دافغان پوځيانو او دناټو دځواکونو له خوا بريد وشو او ونيول شو .

 ناټو وايي چې دغه قوماندان دخوست ولايت په صبريو ولسوالۍ کې  دحقاني په شبکي پوري داړوندو کسانو درهبري او دجنګي وسايلو او دمالي امکاناتو دبرابرولو مسووليت په غاړه درلود .

 ددغې خبرپاڼې دمعلوماتو له مخې نيول شوي قوماندان تراوسه پوري په خوست کې په لسګونو خونړيو تروريستي بريدونو لاس پوري کړي دي او ددغه ولايت دصبريو ولسوالۍ په مربوطاتو کې يې په زياترو نا امنيو کې لاس درلود .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته