امنیت

په خوست ولایت کې د پنځه کسیزې سړي تښتوونکې ډلې نیونه

کابل باختر دوري دمياشتې ٦:
د ملي امنیت لوی ریاست موظفینو د خوست ولایت د مرکز په لکن کلي کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې پنځه کسیزه سړي تښتوونکې ډله چې د شېر محمد په مشرۍ یې د عمرالله په نوم یو ماشوم د خوست له ښار څخه تښتوولی وو او د خوشي کولو په بدل کې یې د نوموړي ماشوم له کورنۍ څخه يې۲۰۰ زره امریکايي ډالر غوښتل؛ نیولې او دغه ماشوم د دوی له منګولو خوشی او کورنۍ ته یې وسپارل شو.د سیمې اوسېدونکو د یاد ماشوم د خوشي کولو په موخه د ملي امنیت لوی ریاست موظفینو له هڅو مننه او له دغه ځواکونو یې خپل پیاوړی ملاتړ څرګند کړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته