په خوست ولايت کې دبايسکل ځغلولو سيالۍ پيل شوې
کابل – باختر د تلې دمياشتې ٢٦
په خوست ولايت کې پرون دبايسکل ځغلولو سيالۍ ترسره شوې.
دخوست ولايت ورزشي آمر عزيز الرحمن ملنګ دباختر آژانس خبريال ته وويل : دغه سيالۍ چې په سوله ييزه دقدرت دليږدونې په نامه دافغان بيسيم مخابراتي شرکت په همکارۍ په دغه ولايت کې پيل شوې، ديرشو تنو ورزشکارانو پکې ګډون درلود چې سيد اکبر دتيلو له پمپ څخه دخوست ښار دمجاهد څلور لارې پورې دولسو کيلومتر واټن وواهه چې رحمت الله بورا لومړى مقام ،شيرآقا کريمي دويم او عبدالمنان دريم مقامونه وګتل.
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې، هغه ورزشکاران چې ښه وځليدل ددغه ولايت دبايسکل ځغلولو منتخب ټيم ته يې لاره وموندله .
دغه راز ددغو سياليو په پاى کې په غوره ورزشکارانو کپونه او مډالونه وويشل شول.ختم-سعيده-حامد
په عراق کې دچاودنو له امله دسردزيان زياتوالى
١٩-بغداد – عراق – باختر د تلې دمياشتې ٢٦
دعراق په پايتخت بغداد ښارکې دڅلورو چاودنو له امله دسر دزيان شمير ٢٤ ته ورسيد.
باختر آژانس دعراق نيوز خبرى سايټ له خولې خبر راکړ. دغه چاودنې چې تيره شپه دصدر،کاراده ،حبيبى او والصليخ په ښارونو کې وشوې له امله يې په سلګونو تنه نور ټپيان شول او په مرګ ژوبلې سربيره شاوخوا ودانيو او موټروته هم تاوان اوښتى دى .
تراوسه پورې ددغو بريدونو مسوليت چا په غاړه نه دى اخستى خو پخوا د داعش ډلې دغه شان بريدونه ترسره کول.
د وروستيو دوو اوونيو په بهير کې په بغداد ښار کې ځانمرګى او دچاودنې بريدونه زيات شوي دي .
دغه بريدونه يوه ورځ له هغه وروسته ترسره شول چې په بغداد ښار او شاوخوا سيمو کې دبريدونو له امله ٣٦ تنه ووژل شول.