کابل باختر د ثور شلمه :
دبلخ ولايت دخلم ولسوالۍ په مربوطاتو کې دسيلاونو دراوتلو له امله نږدې زر کورنۍ بى کوره شوې او دخلکو په زرګونو جريبه کرنيزه ځمکه او دميوو بڼونه ويجاړ شول .
په ولسي جرګه کې دبلخ ولايت دخلکو استازي اسد الله شريفي دباختراژانس خبريال ته وويل له دوو ورځو راپديخوا دسيلاونو دراوتلو له امله دخلم ولسوالۍ په مربوطاتو کې په دولسو کليو کې دڅه دپاسه زرو کورنيو کورونه ويجاړ شوي او په زرګونو جريبه کرنيزه ځمکه ويجاړه شوې او دکابل _ مزارشريف دلويې لارې په اوږدو کې دتاشقرغان تنګي په ساحه کې نږدې نيم کيلومتره سړک بيخي ويجاړ شوى دى.
دده دڅرګندونو له مخې يو زرو پنځه سوه نورې کورنۍ چې سيلاو کلابندې کړې وې د ٢٠٩ شاهين قول اردو ددووهليکوپترونو په واسطه له زيانمنونکي ساحې څخه وليږدول شول .
دخلم ولسوال معلم صبور وويل اوس هغو کورنيو چې خپل کورونه يې په سيلاو کې له لاسه ورکړي دي له استوګنځي پرته په پرانستي فضا کې شپې تيروي اوله ملي او نړيوالو بنستونو څخه يې وغوښتل چې ددوى مرستې ته راودانګلي .
ده زياته کړه يو شمير بى کوره کورنۍ دغې ساحې ته څيرمه په يوه ښوونځي کې ځاى پرځاى شوي دي .
دده دڅرګندونو له مخې په لسګونو ښځې او نارينه په خپلو پښو دغرونو له لارې سمنګانو ته روان دي چې ويل کيږي يو ماشوم په دې لاره کې له منځه تللى دى .
0 1 دقیقه لوستل