اقتصاد

په خلم ولسوالۍ کې د بادامو په حاصلاتو کې په سلو کې څلويښت کمښت راغلى دى

 کابل باختر دزمري دمياشتې ١١ نيټه :  
د بلخ ولايت په خلم ولسوالۍ کې سږکال د وچکالۍ له امله د بادامو په حاصلاتو کې په سلو کې ۴۰ کمښت راغلى دى. 
دخلم ولسوالۍ د کرنې د ادارې آمر ميرويس سلطاني دباختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې د انارو، بادامو او پستې څه د پاسه ۱۶ زره بڼونه شته چې سږکال يوازې د بادامو په حاصلاتو کې په سلو کې ۴۰ کمښت راغلى دى اوعلت يې د اورښتونو نشتوالى او چکالي ده چې د تيرکال په پرتله د بادامو په حاصلاتوکې کموالى ښيي.
ده زياته کړه چې د خلم ولسوالۍ د خلکو کارو بار او د عوايد ترلاسه کول د بڼوالۍ له لارې ده .
دغه راز دخلم ولسوالۍ يوشميربڼوال او بادام پلورنکي له دې امله چې سږ کال د دوى دبڼونوپه حالاتو کې کموالى راغلى دى، ناراضه دي. خو د بادام د بيې دلوړوالي له امله خوشحاله دي او دوى له دولت څخه غواړي ترڅو د اوبو د کمښت د ستونزې او د دوى دبڼونو د ونو د آفتونو په له منځه وړولوکې له دوى سره مرسته وکړي.
دبلخ ولايت دخلم ولسوالۍ د مزارشريف په جنوب ختيځ کې دکابل _ مزارشريف دلويې لارې په تلګلوري کې موقعيت لري او د وګړو له نظره له لومړۍ درجه ولسوالي ده . 
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته