کابل باختر دکب څوارلسمه :
دجمهوري رياست او د ولايتي شوراګانو د انتخاباتو د ترسره کولو لپاره د لازياتو تدبيرونو د نيولو په مقصد نن دکونړ، نورستان، ننګرهار او د لغمان د ولايتونو امنيتي غونډه جوړه شوه.
د جلال آبادله ښارڅخه دباخترآژانس دخبريال دخبريال دخبر له مخې: په دې غونډه کې چې په ننګرهارکې د٢٠١ سيلاب قول اردو په مقرکې جوړه شوه؛ د٢٠١ سيلاب قول اردو قوماندان تورن جنرال محمد زمان وزيري، دننګرهار ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال فضل احمد شيرزاد، دنورستان ولايت امنيه قوماندان او ددغو ولايتونوروامنيتي مسوولينوګډون کړى و.
په غونډه کې د ٢٠١ سيلاب قول اردو قوماندان په ښه توګه د انتخاباتو په ترسره کولوکې د امنيتي ځواکونو د ارزښتونو په باره کې خبرې وکړې او ويې ويل: داسې لازم امنيتي تدبيرونه نيول شوي دي چې کولاى شي د انتخاباتو په بهيرکې د وسله والومخالفينو د ډار اچوونکو بريدونو مخه ونيسي.
ده وويل: په هغوګډومحاربوي اوچاڼيزوعملياتوکې چې د ختيځ زون د ولايتونو په مربوطاتوکې ترسره شول؛ په حقيقت کې د وسله والومخالفينو جنګي ماشين کمزورى شوى دى او د مخالفينو مورال او روحيې ته زيان اوښتى دى.
د ده دڅرګندونو له مخې: ددغوعملياتو له امله د دښمن پټنځايونه او د وسلو او مهماتو ډيپوګانې دړې وړې شوي دي او د وسله والو مخالفينو يو زيات شمېر مشهور قوماندانان او د هغوى بهرني ښوونکي له منځه تللي دي.
ده زياته کړه: که چيرې دکونړ، نورستان، ننګرهار او دلغمان د ولايتونو اوپراتيفي حالت ته يو ځغلنده نظر وکړو؛ د سختوځمکو او په ځنګلونو پوښلو غرونو په شتون سره وسله والو مخالفينو ته دهرراز فعاليت زمينه برابره ده او د تيرو پنځو مياشتو په پرتله مخالفينو دخپلو قوتونو همغږۍ اومحاربوي تحرکات له لاسه ورکړي دي.
0 1 دقیقه لوستل