په خبر تفسير
کابل – دلړم لومړى
دملکې وګړو دسردزيان په سلوکې ديرش زياتوالې دخلکو دانديښنې سبب شوي دي.
په کابل کې ديو ناما د دفتر دويندوي مرستيال وايي په افغانستان کې دملکې وګړو دسرپه زيان کې په سلوکې ديرش زياتوالې راغلي دي دباختر آژانس دخبر له مخې : په کابل کې ديوناما ددفتر مرستيال نظيف الله سالارزى وايي دروان عيسوي کال په نهو مياشتو کې دملکې وګړو دسر په زيان کې دتيرې عيسوي کال دنهو مياشتو په پرتله په سلو کې ديرش زياتوالې راغلي دي دروان کال بۀ نهو مياشتو کې په افغانستان کې دپيښو په بهير کې درې سوه پنځه څلويښت تنه مکې وګړې وژل شوي دي او پنځه سوه نهه نوى تنه نور ټپيان شوي دي چې دهغو تلفاتو څخه په سلو کې ديرش زيات چې تير کال په افغانستان کې ملکې وګړو زغلي دي.
دمسولينو دڅرګندونو له مخې ملکې وګړې زياتره دپرمختللو چاوديدونکو توکو دچاودنو له امله ويل کېږي چې طالبان يې عاملين دي.
داپه داسې حال کې ده چې دملګرو ملتو سازمان پرون له طالبانو څخه وغوښتل چې لږترلږ ه په خپلو فعاليتونو کې دې پرمختللې چاوديدونکې توکې ونه کاروى دغه غوښتنه له هغه وروسته وشوه چې په بلخ ولايت کې ديوواده دمراسمونو لس تنه برخه وال دهغه ماين قرباني شول چې په زياته اندازه پرمختللې چاوديدونکې توکې پکې کارول شوي وو په دې پيښۀ کې شپاړلس تنه نور ملکې وګړي ټپيان شول چې په قرباينانو اوټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شته دنښتو په بهير کې او ترورستي پيښو کې د ملکې وګړو دسرزيان په افغانستان کې په يو ګواښ بدل شوي دي او دافغان او نړيوالو مقاماتو دپراخو هلوځلو سره سره دغه ګواښ دپخوا په شان شته.
طالبان په داسې حال کې دملکې وګړو دوژنې مسول بلل کېږي چې ملګرو ملتونه په هغوي تور ولګاوه چې په خپلو فعاليتونو کې له پرمختللو او خطرناکو چاوديدونکو توکو څخه استفادي کوي آن دغه ډله دخپل مشر ملاعمر خبري نه مني چې په ١٩٩٨ کال کې ددغې ډلې په فعاليتونو کې دهرراز ماينونو او چاوديدونکو توکو کارول منع کړل . خو ددغې ډلې ويندوى له نامعلوم ځاى څخه دغه غوښتنه ردکړ او هغه يې په هغو عسکرو چې طالبان هغوى تيري کوونکې بولي له بريد څخه دطالبانو د ډډې کولو لپاره دلويديځ تبليغات وبلل سره له دې چې دملکې وګړو دسرزيان هغه هم په يرغليزو او دچاودنو په پيښو کې چې تل طالبان يې مسوليت په غاړه اخلي په افغاني ټولنه کې په يوه ناوړه اونه جييره کېدونکې پديده بدله شوې ده او زياتره زيان يې ملکې افغانان زغمې ددغه شان فعاليت له لارو چارو څخه داستفادې په باب دطالبانو ټينګار به له دغې ډلي څخه د خلکو دزياتې کرکې سبب شي.