امنیت

په خبريالانو د طالبانو دبريدونوپه زياتوالي دهيواددختيځو رسنيو غوسه.

کابل- باختر د ورى دمياشتې ٢
په خبريالانو د طالبانو د وژنکو بريد زياتوالي دهيواد په ختيځ کې درسنيو دکارکوونکو غوسه راپارولې ده.
دغو خبريالانو دننګرهار ولايت په مرکز جلال آباد ښارکې په اعتراضيه غونډه کې دوسله والو طالبانو له خوا په خبريالانو بريد او دهغوى وژل وغندل.
دوړاندې شويو شميرنو له مخې ديو کال په بهير څه ناڅه څلور تنه خبريالان په هيواد کې دوسله والو طالبانو له خوا وژل شوي دي او ديارلس تنه نور ټپيان شوي دي په يوه لويه پيښه کې يو بهرنۍ خبريال چې دسعيد د راډيو لپاره يې کار کاوه دوسله والو طالبآنو په بريد کې دکابل په وزير محمد اکبرخان مينه کې ووژل شو .
له هغه وروسته دنوروز په شپه افغان خبريال احمد سردار چې دفرانسپرس خبرى آژانس ته يې کارکاوه دکابل ښار په سرينا هوټل کې دځان مرګو يرغلګرو په ډله ييز بريد کې له خپلې ميرمنې او دوو بچيانو سره شهيد شو.
دغه راز په تيره اوونۍ کې دجلال آباد ښار په لومړى امنيتي حوزې او دننګرهار دملي راډيو تلويزيون په تاسيساتو دوسله والو طالبانو په بريد کې ددغې رسنۍ دوه تنه خبريالان ټپيان شول او د راډيو تلويزيون ځينو برخوته هم زيان ورسيد.
دهيواد په ختيځ کې درسنيو کارکوونکو په خبريالانو بريد چې له هيڅ لورى سره اړيکه نه لري او دنده يې يواځې خلکو ته دخبر رسول دي دټولو اسلامي ،انسانى او دبشرى حقوقو له ټولو موازينو پرخلاف وبلل او له دولت څخه يې وغوښتل چې د ښه امنيت په تامينولو سره په هيواد کې درسنيو د فعاليت لپاره فضا برابره کړي.
دوى دغه راز له طالبانو وغوښتل چې دخبريالانو له وژلو او په رسنيو له بريد څخه لاس واخلي او ملکي وګړو له دې جملې څخه درسنيو د کارکوونکو دژوند دحق درناوى وکړي .
دهيواد په ختيځ کې د ژورنالستانو داتحاديې مسول شيرشاه همدرد باختر آژانس له خبريال ګلستان غالب سره په خبرو کې وويل چې دهيواد درسنيو کورنۍ نور په خبريالانو دمخ په زياتيدونکى وژنکو بريدونو زغم نه لري په همدې حال کې دهيواد په ختيځ کې دخبريالانو د دفاع دکميټې مسوول ببرک مياخيل له ښکليو لورو څخه وغوښتل چې په خبريالانو دبريدونو او دبيان آزادى ته له زيان رسولو څخه ډ ډه وکړي .
دا په داسې حال کې ده چې درسنيو افغان او بهرنيو کارکوونکو په کابل کې دسردار محمد داودخان په روغتون کې چيرته چې داحمد سردار او دهغه دکورنۍ مړي پکې ساتل کيږي ديوې اعلاميې په صادرولو سره پريکړه وکړه چې ددغې پيښې په غبرګون کې دپنځلسو ورځو لپاره د وسله والو طالبانو په خبرونو بنديز لګوي.
دوى د طالبانو له خوا دخبريالانو وژل جنايت وباله او هغه يې وغندل داپه داسې حال کې ده چې په افغانستان کې درسنيو کارکوونکى دخبريالانو دحالت له امله انديښنه لري دوى وايي چې په خبريالانو بريد او دهغوى وژل په افغانستان کې په رسانه يي فعاليتونو او دبيان په آزادى منفي اغيزه وکړى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته