٤٣- کابل /د ليندۍ ١٨مه /باختر
د يواستنادي ديوال د جوړولو کار د کليو د بيا رغاونې او پرمختيا وزارت د دولسي تړون د ملي پروګرام له خوا د کابل ولايت د خاک جبار ولسوالۍ په ملک خيلوکلي کې بشپړ شو.
د کليو د بيا رغاونې او پرمختيا وزارت د عامه اړيکو رييس داوود نعيمي باختراژانس ته وويل دغه پروژه د يو اعشاريه اته ميليونوافغانيو په ارزښت د دغه وزارت له بودجې څخه بشپړ شوى دى چې له ښيګڼو يې ٥٨کورنۍ ګټه اخلي دغه ديوال د سيمې سل جريبه ځمکه د سېلاونو له خطره څخه ساتي .
ديو بل خبرله مخې، د لوګر د خوشي ولسوالۍ په تلخني کلي کې په ١٢ اړو کورنيو د کليو د بيا رغاونې او پرمختيا وزارت د ولسي تړون د ملي پروګرام په درشل کې د ٦٨ زره افغانيو په ارزښت خوراکي توکي وويشل شول چې اوړه، غوړي، وريجې ،بوره او چاى پکې شامل دي .
ختم_ شکريه_اکرم
8 1 دقیقه لوستل