امنیت

په جوزجان کې ۱۱تنه داعشیان امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوي دي

کابل باختر دچنګاښ د مياشتې ٣١ مه
د ترهګرو د له منځه وړلو او ځپلو په موخه په یو شمېر ولایتونو کې ۱۵ هوایي بریدونه، ۹ ګډ چاڼیز او ۱۰۱ تهاجمي عملیات تر سره شوي دي.
د ملي دفاع وزارت ویاند، برید جنرال محمد رادمنش، چې نن یې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د امنیتي ځواکونو دعملیاتو په اړه یوه خبري کنفرانس ته وینا کوله، زیاته کړه: " د جوزجان په قوشتېپې ولسوالۍ کې ۱۱ داعشیان له پنځو میلو وسلو سره امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوي او د اسد اورکزي د ترهګرې ډلې د یوه غړي په ګډون ۴ داعشیان د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال وژل شوي دي.
ده زیاته کړه، چې ۳ مشکوک کسان د پغمان په مرغ ګیرانو او ۲ ترهګر د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې نیول شوي دي.
د دفاع وزارت ویاند دغه راز وویل، چې د کندز په چهاردرې ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په پایله کې د په زیاته پیمانه د ترهګرو سنګرونه، وسلې او مهمات له منځه تللي دي. همدارنګه د دښمن یوه قرارګاه د فاریاب ولايت په غورماچ ولسوالۍ او یوه بله قرارګاه د کونړولايت په مرورې ولسوالۍ کې له منځه تللي دي.
په همدې حال کې د ملي اردو د انجنیرۍ ټیم له خوا ۵  ماینونه چې د ترهګرو له خوا د هیواد په بېلا بېلو سیمو کې ځای پر ځای شوي وو، کشف او شنډ شوي دي.
رادمنش، ننګرهار، لغمان، غزني، پکتیا، ارزګان، زابل، فراه، فاریاب او په کندز ولایتونو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو علمیات بریالي وبلل او زیاته یې کړه، چې دغه عملیات په بریالیتوب سره پر مخ روان دي.پاى- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته