– کابل / باختر/ د چنګاښ٢٥ مه
جوزجان به تر راتلوونکو دوو مياشتو پورې د خواجه ګوګردک له ګازو څخه د توليدي برېښنا څښتن شي.
د جوزجان والي لطف الله عزيزي د ګازي برېښنا د فعالولو د کار څخه د کتنې پرمهال د هغو انجنيرانو او کارګرانو د کارونو او هلوځلو له امله په قدردانۍ سره چې په دې توده هوا کې کار کوي وويل، چې د دغې پروژې په پرانستلو سره به د جوزجان، بلخ او د سرپل ولايتونو خلک له ګازي برېښنا څخه برخمن شي .
عزيزي زياته کړه، دغه دستګاه به په لومړي پړاو کې ٤٢ ميګاه واټه او په دويم پړاو کې ٥٢ ميګاه واټه برېښنا توليد کړي.
ويل کېږي چې د دغې دستګاه په فعاليدوسره به افغانستان د لومړي ځل لپاره د خپلې ګازې برېښنا څخه استفاده وکړي.
پاى ج ذ