ټولنه

په جوزجان کې څلورنيم کيلومتره سړک پوخ شو

کابل – باختر د مرغومې دمياشتې ٦
د جوزجان ولايت د خواجه دوکوه په ولسوالۍ کې څلور نيم کيلومتره سړک پوخ شو.
دغه سړک د کار په بشپړيدو سره يې نن د يو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخستنې ته وسپارل شو.
د جوزجان ولايت د فوايد عامې رييس عطاالله کارګر دباختر آژانس خبريال ته وويل: دغه پروژه د فوايد عامې وزارت له بودجې څخه د څه د پاسه  ٤٧ مليونو افغانيو لګښت په شمال کې د کليوالي لارو د جوړولو د ملي پروګرام په تخنيکي همکارۍ بشپړه شوې ده .
ده زياته کړه: د دغه سړک په تګلورى کې اته پلګي هم جوړ شوي دي.
دغه راز دغه سړک د خواجه دوکوه ولسوالۍ د شبرغان – اندخوى له عمومي واټ سره نښلولې ده او د خلکو ستونزې يې لرې کړې دي.
د فوايد عامې د رييس د څرګندونو له مخې: ټاکل شوې ده په نږدې راتلوونکې کې د جوزجان ولايت د درزآب په ولسوالۍ کې د څلويښتوکيلومترو په اوږدوالي د سړک د پخولو کار د دغې ادارې له خوا پيل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته