دجوزجان په ولايت کې ديوې ترافيکي پيښې له امله دوه تنه ووژل شول .
په دې پيښه کې چې دشبرغان ښار دشهيدانو داديرې په ساحه کې نن سهار وشويو تن بل ټپي شوى دى .
دباختر داطلاعاتي اژانس دخبر له مخې، دغه پيښه هغه وخت رامنځته شوه چې يو تيلري موټر له يو هينو موټر سره ټکر وکړ .
دخبرونو له مخې، قربانيان ددغو وسايطو چلوونکي وو ،
دجوزجان ولايت دترافيکو مسوول محمد اکرم ددغې پيښې سبب ددواړو وسايطو د چلوونکو ګړندي چلونه، اوبي احتياطي بللى دى .