امنیت

په جوزجان کې په طالبانو درې تنه پاڅون کوونکي دچاودنې له امله ووژل شول

شبرغان باختر د چنګاښ د مياشتې٩
په جوزجان ولايت کې په طالبانو درې تنه پاڅون کوونکي پرون د ماين د چاودنې له امله ووژل شول.
د رپوټونو له مخې، دغو پاڅون کوونکو له وسله والوطالبانو سره د جګړې په مقصد روان وو چې په لاره کې د ماين چاودنه پرې وشوه.
د جوزجان ولايت يوه امنيتي مقام له باخترآژانس سره په اړيکه کې په طالبانو د دغو دريو تنو پاڅون کوونکو وژل کيدل تاييد کړل او طالبان يې د دغې ماين ښخونې عاملين وبلل.
ده وويل چې د دغې ماين ښخونې د عاملينو د پيژندلو او نيولو لپاره هلې ځلې دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته