په جوزجان کې پر٢٥٠ کروندګرو ښځو د باغچو وسايل وويشل شول
کابل/ د کب ٢٦ مه / باختر
د “ډبليو اف پي او ام اې اې او” موسسو د جوزجان د کرنې رياست په همکارۍ په دغه ولايت کې پر٢٥٠ کروندګرو ښځو د کورنيو باغچو وسايل وويشل .
د جوزجان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست يوه مسوول باخترآژانس ته وويل: له ګروندګرو ښځو څخه د ملاتړ او د هغوى د اقتصاد د پياوړتيا په موخه د کرنې ، اوبولګولو او مالدارۍ رياست د” ډبليو اف پي) او (آم اې اې او” موسسو په همکارۍ په شبرغان ښارکې پر ٢٥٠ ګروند ګرو ښځو د باغچو وسايل وويشل.
د سرچېنې د خبرله مخې، په دغو وسايلو کې آب پاش، دستکشې، ماسک او د سبو يوه اندازه تخم هم پرهغوى وويشل شو.
يو شمېر ښځې وايي موږ له دې لارې په ښه توګه کولاى شو د خپلو کورنيو مالي ملاتړ وکړو.
\ ذ