امنیت

په جوزجان کې يو طالب د سولې له بهير سره يو ځاى شو

کابل باختردوږي دمياشتې١٢نيټه : 
د ملا جوره په ډلې پورې اړوند يو وسله وال طالب نن په جوزجان ولايت کې د سولې له بهير سره يوځاى شو.
د جوزجان د امنيي قوماندانۍ د امنيت آمر د باختر آژانس خبريال ته وويل: وسله وال طالب نصرالله چې د قوش تيپې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ملا جوره په ډله کې  د دولت پرخلاف په فعاليت بوخت و، د دغې ولسوالۍ د نوآباد د جر قدوق د سيمه ييزو پوليسو د قوماندان شيرعلي په هلو ځلو سره له خپلې وسلې سره د سولې له بهيرسره يو ځاى شو.
پاى سعيده ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته