امنیت

په جوزجان کې يو ديني عالم شهيد کړاى شو

کابل/ د زمري ٣مه/ باختر
ناپېژاندو وسله والو کسانو پرون له غرمې وروسته په شبرغان ښارکې يو دينې عالم وواژه.
د جوزجان د پوليسو وياند احمد مسعود نديم باخترآژانس ته وويل: دغه ديني عالم کله چې د خپل کور په لور روان و، د ناپېژاندو وسله والو کسانو په ډزو کې شهيد کړاى شو.
تراوسه پورې د دغه ديني عالم د وژنې مسووليت چا پرغاړه نه دى اخيستى، خو نديم وويل، په دې اړه څېړنې پيل شوي دي.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته