امنیت

په جوزجان کې وسله والو طالبانو ته د سر دروند زيان

کابل/دلړم۲۶مه/باختر
د يوه کليدي غړي په ګډون ٨ تنه وسله وال طالبان په جوزجان کې د پوځيانو په درې ورځنيو عملياتوکې وژل شوي دي.
د جوزجان د امنيې قوماندانۍ وياند باختر آژانس ته وويل چې پوځيانو درې ورځې مخکې د دغه ولايت په درزآب ولسوالۍ کې چاڼيز عمليات پيل کړل چې تراوسه د دې ډلې د يوه کليدي قوماندان په ګډون ٨ غړي وژل شوي او ٧ نوريې ټپيان شوي دي او د دښمن لسګونه ښخ شوي ماينونه هم کشف او شنډ کړاى شوي دي.
د يو بل خبرله مخې:
وسله والو طالبانو تېره شپه د درزآب ولسوالۍ په مرکزکې څلور دُکانونو ته اور واچاوه چې په پايله کې د دُکاندارانو په ګډون ١٠ ملکي وګړي چې په دُکانونو کې ويده وو؛ ټپيان شول.
ختم-عطاالله-اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته