په جوزجان کې نږدې زرو کسانو ته د کار زمینه برابره شوه

کابل، د مرغومي ۳۰ مه، باختر
د جوزجان د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په اقچې ولسوالۍ کې ۹۳۸ بزګرو ته د ۱۰۰ ورځو لپاره د کار زمینه برابره شوې ده.
د یاد ریاست ویاند ذبیح الله خیراندیش باختر اژانس ته وویل، چې دغه پروژه د اېکشن ایډ موسسې په همکارۍ د بزګرانو د اقتصادي وضعیت د ښه والي، د هغوی لپاره د کاري فرصتونو برابرولو او په اقچې ولسوالۍ کې د کرنې د زیربناوو د پراختیا په موخه پیل شوې ده.
د خیراندیش په وینا، په دې پروژه کې د اوبولګولو کانالونو پاکول، د ویالو کیندل او د کرنې اړوند زیربناوو جوړول شامل دي.
نوموړی زیاتوي، چې هر بزګر به په دې پروژه کې ۱۰۰ ورځې کار کوي او د دې پروژې په پای کې به هر بزګر ۵۰۰ ډالر ترلاسه کړي.
په ورته وخت کې د دې پروژې ګډونوال بزګران د دې فرصت له برابرېدو خوښ دي او وايي: «دغه پروژه موږ ته نه یوازې د ورځني عاید زمینه برابروي، بلکې موږ کروندګرو او بزګرانو ته د اوبولګولو اسانتیاوې هم برابروي».

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته