کابل باختر د تلي دولسمه :
دترکيې دبيارغاونې ولايتي ټيم نن د جوزجان ولايت دښوونځيو له زده کوونکو سره دقرطاسيې مرسته وکړه .
د جوزجان ولايت د پوهنې رييس عبدالحي يشين باختراژانس ته وويل : دترکيي دبيارغاونې ولايتي ټيم دښوونکې دنړيوالې ورځې په خاطر دلسو ښوونځيوله دوه سوه زده کوونکو سره دقلمونو او کتابچو ، بکسونو او راډيو ګانو مرسته وکړه .
ده زياته کړه ترکيه يوازېنى هيواد دى چې دبيا رغاونې او په تيره بيا دپوهنې په برخه کې په دغه ولايت کې زياتې مرستې کړي دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ