خبرونهاقتصاد

په جوزجان کې لسګونه متره سړک جوړېږي

 کابل ، د ثور ۲۴ مه ، باختر

د جوزجان په قوشتېپې ولسوالۍ کې د ۳۰۰ متره سړک د بیارغونې او جوړولو چارې پیل شوې.

د جوزجان له طبيعي پېښو سره د مبارزې رييس مولوي سراج الدین سراجي وايي چې د وروستيو سېلاوونو له امله د دغه ولايت په قوشتېپې ولسوالۍ کې ٣٠٠ کيلومتره سړک ويجاړ شوی او نن يې د بيارغونې چارې پيل شوې.

د جوزجان د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رييس وايي، چې دغه سړک د ټولګټو چارو رياست او د پېښو پر وړاندې د مبارزې رياست له بودجې څخه د ۳۰۰ زرو افغانيو په لګښت رغول کېږي.

د جوزجان د فوايد عامې رييس مولوي نعمت الله وايي، چې د دغه سړک په ترميم او بيارغونې سره به د جوزجان د قوشتېپې او درزاب ولسواليو اوسېدونکو ستونزې اوارې شي.

په همدې حال کې د جوزجان د قوشتېپې ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي، چې هر کال د سېلاوونو له امله زیانمنېږي. هغوی له اسلامي امارت غواړي چې په یاد ولایت کې د انکشافي او زیربنایي پروژو پلي کېدو ته جدي پاملرنه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې وروستیو سېلاوونو پر ځاني زیان سربېره لسګونه د استوګنې کورونه، کرنیزې ځمکې او سړکونه ویجاړ کړي دي.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته