امنیت

په جوزجان کې طالبانو ته د سر زيان

کابل/دلیندۍ۱۰مه/باختر
د وسله والو طالبانو يو مشهور قوماندان تېره شپه په جوزجان کې د پوځيانو په بريد کې له پنځو ملګرو سره يې ووژل شو.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي باختر آژانس ته وويل چې د طالبانو يو مشهور سيمه ييز قوماندان مولوي نورالدين له پنځو ملګرو سره يې د جوزجان د منګجيک ولسوالۍ په مربوطاتوکې ووژل شو.
هغه زياته کړه چې په بريد کې اووه نور وسله وال طالبان ټپيان شول .
رضايي زياته کړه چې په پېښه کې يو امنيتي منسوب ټپي شوى دى.
ختم- شکريه – اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته