په جوزجان کې طالبانوته د سر زيان واوښت

کابل/ دغبرګولي ٥/ باختر
په جوزجان کې٣٥ وسله وال طالبان له پوځيانو سره په جګړه کې ووژل شول.
د ٢٠٩شاهين قول اردو وياند محمدحنيف رضايي باخترآژانس ته وويل: په هغو
عملياتو کې چې د هوايي ځواکونو په ملاتړد جوزجان د آقچې ولسوالۍ په کلاباف سيمه کې ترسره شول ٣٥ وسله وال طالبان ووژل شول.
رضايي زياته کړه: په دې پېښه کې ١٦ نور وسله وال طالبان ټپيان شول او د دښمن ٣ قرارګاوې، يوشمير جنګي وسايل او څو موټرونه هم له منځه يووړل شول.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته