کابل – باختر د تلې دمياشتې ١٩
په جوزجان ولايت کې شل پرمختيايي پروژې په دې وروستيو وختو کې ګټې اخستنې ته سپارلې شوې دي.
دغه پروژې دکليو دبياجوړولو او پراختيا وزارت دملي پيوستون دپروګرام له خوا د جوزجان ولايت دقرقين ،خماب،خواجه دوکو،درزاب ،مرديانو او دخانقا په ولسواليو کې بشپړې او دخلکو داستفادې وړ ګرځيدلې دي په دغو پروژو کې ديوه اته ټولګيز ښوونځى ودانۍ ،دڅلورو ټولنيزو مرکزونو دودانيو ، د څښاک د اوبو د يوويشتو زيرمو ،دڅلور سوه نوي مترو په اوږدوالي داستنادي او محافظوي ديوالونو دڅلورو پلګيو او پلونو جوړول او دڅښاک د اوبو ديوې څاه کيندل شته دغه راز د کرنيزې اوبو دويشلو داتو بندونو ، دشپږ زره پنځه سوه مترو په اوږدوالي دسړکونو جوړول او کريړ اچول هم په دغو پروژو کې شامل دي. د جوزجان ولايت دکليو دبياجوړولو او پراختيا رييس دباختر اژانس خبريال ته وويل ددغو پروژو په بشپړيدو سره څه دپاسه څلور زره پنځه سوه کورنيود دغو پروژو له ښيګڼو څخه ګټه واخستله.
0 1 دقیقه لوستل