ټولنه

په جوزجان کې سلګونواړوکورنيو مرسته ترلاسه کړه .

کابل /  دليندې ١٧مه /باختر :
دافغاني سرې مياشتې ادارې نن په جوزجان کې  پنځه سوه زيانمنو شويو کورنيو ته نغدې پيسې وويشلې .
دباختراژانس دخبرله مخې ، هرې کورنۍ ته چې دوروستيو سېلاونو دراوتلو له امله زيانمنې شوې دي  شپږ پنځوس زره افغانۍ وويشلې  شوې چې خپل داړتيا وړ توکي برابر کړي .
دجوزجان دافغاني سرې مياشتې رييس وايي دالومړى ځل نه دى چې دغه اداره زيانمن شويو کورنيو ته پيسې ويشي .
ويل کېږي چې په روان کال کې ددغه ولايت په کچه  دطبيعي  پېښو له درې سوه پنځوسو زيانمنو شويو کورنيو سره خوراکي او  لګښتي توکي ويشل شوي دي .
  ختم_ سعيده _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته