کابل باختر د سلواغې څوارلسمه :
په جوزجان ولايت کې نن زرو تنو بې ځايه شويو کورنيو مرسته ترلاسه کړه .
دغه مرسته دجوزجان دوالي په لارښوونه دبې ځايه شويو کورنيو په بيړنۍ غونډه کې چې دوروستيو جګړو له امله دفارياب ولايت اودجوزجان ولايت له ناامنو ولسواليو څخه په شبرغان ښار کې استوګن شوي دي ترسره شوې ده .
دجوزجان دوالي دمطبوعاتي دفتر مسوول دباختراژانس خبريال ته وويل چې هرې کورنى ته يوه بورى اوړه ، وريجې ، غوړي ، چاى ، مالګه او بوره وويشل شول .
خبرځاى زيات کړه په جوزجان کې بې ځايه شويو کورنيو سره دمرستو دويشلو بهير دوام لري .
ختم_ سعيده _ اکرم