خبرونهاقتصادټولنهTOP

په جوزجان کې د ۳۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا د ۳ پروژو کار پیل شو

کابل، د غبرګولي ۱۸مه، باختر
د جوزجان ولایت په آقچه ولسوالۍ کې د ۳۹۰ میلیونه افغانیو په لښګت د برېښنا د ۳ پروژو چارې پیل شوې.
د دغو پروژو د پیل پرمهال د افغانستان برېښنا شرکت عملیاتي معین انجنیر صفي الله احمدزي وویل، چې په دغو پروژو کې د ۲۲۰ کیلوولټ په وړتیا د یوه لوی سبسټېشن جوړول، د ۲۲۰ کیلو ولټ لین غځول او د آقچې په پنځه ګونو ولسوالیو کې د برېښنا د وېش شبکې رغول شامل دي.
نوموړي زیاته کړه، چې دغه پروژې د افغانستان برېښنا شرکت له لوري پلې کېږي، چې په یوه کال کې به یې چارې بشپړې او پرمټ به یې سلګونه زره کورنۍ له برېښنا برخمنې شي.
ورته مهال د جوزجان والي قاري ګل حیدر شفق په دې مراسمو کې وویل، چې اسلامي امارت په ټول هېواد او په ځانګړې توګه په جوزجان ولایت کې د سترو پروژو پلې کولو ته ځانګړې پاملرنه کوي، چې یوه بېلګه یې د قوش تېپې کانال او د دې ستر سب سټېشن جوړول دي.
په ورته وخت کې د جوزجان د آقچې د پنځو ګونو ولسوالیو اوسېدونکو د اسلامي امارت له مسؤلینو د دغې پروژې د پیل له امله مننه وکړه.
باید وویل شي، چې د قوش تېپې له ملي پروژې وروسته دا په جوزجان کې دویمه لویه پروژه ده، چې نن یې کار پیل شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته