په جوزجان کې د پولیو واکسین کمپاین پیل شو
کابل / د کب ۳ مه / باختر
د جوزجان د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي چې ټاکل شوې ده د جوزجان په مرکز او ولسوالیو کې پر۱۹۰ زرو ماشومانو د پولیو واکسین تطبیق شي.
د جوزجان د عامې روغتیا ریاست سرپرست قاري عبدالغني صمیم د باخترآژآنس خبریال ته وویل: دغه کمپاین د ملګرو ملتو سازمان د ماشومانو د ملاتړ صندوق او د روغتیا نړۍ سازمان په همکارۍ پیل شوی دی.
د جوزجان والي داملا شعیب رسالت په دغه ولایت کې د پولیو واکسین کمپاین د پیل هر کلی وکړ او د جوزجان له دیني عالمانو، اوسېدونکو او د پولیو واکسین د کمپاین له کارکوونکو څخه یې وغوښتل چې د دغه واکسین د تطبیق په برخه کې همکاري وکړي.
د هغه د څرګندونوله مخې؛ په دې پړاو کې د جوزجان په مرکزاو ١٠ ولسوالیو کې ۱۹۰ زره ماشومان واکسین کېږي.
د جوزجان د عامې روغتیا ریاست مسوولینو د څرګندونو له مخې؛ دغه کمپاین به ٤ ورځې دوام کوي.